کلتور او هنرمهم خبرونه

په الینگار ولسوالۍ کې د یو باستاني ساحې کشف شوی

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې په لغمان ولایت کې یوې نوې باستاني ساحې موندنه شوې چې د الینگار ولسوالۍ په سیمه کې موقعیت لري. د وزارت د مالوماتو له مخې، دغه ساحه د میلاد نه وړاندې دورې پورې اړه لري او له هغه ځایه تاریخي لارۍ موندل شوې دي.

دغه باستاني سیمه د الینگار ولسوالۍ د ساو درېې په «سی‌تن» کلي کې موقعیت لري او پکې د تیږو زینې، دولس لاسي جوړ شوي خونې او د معمارۍ نور پاتې شوني موندل شوي چې د دې سیمې د پخوانیو تمدنونو شته‌والی څرګندوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ یوه ډله یادې سیمې ته تللې او د سیمې له اوسېدونکو سره په همکارۍ یې دا باستاني سیمه تثبیت کړې او یو شمېر تاریخي آثار یې هم راټول کړي دي.

یاد ریاست زیاتوي چې تر دې وړاندې هم په لغمان کې ورته باستاني سیمې پېژندل شوي او له هغو څخه ګڼ شمېر تاریخي شواهد ترلاسه شوي دي. دا چاره د هېواد د فرهنګي میراثونو د مسلکي ساتنې پر ارزښت نور هم ټینګار کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button