مهم خبرونهنړیوال

نتنياهو: د امارات له همکارۍ څخه مې حیرانتیا څرګنده کړې

د اسرایلو صدراعظم بنيامين نتنياهو ويلي، د متحده عربي اماراتو له کچې همکارۍ سره د تل‌اوېو په برخه کې «حیران» شوی دی. هغه دا څرګندونې د امريکايي سناتور لينډسي ګراهام سره د لېدنې پر مهال وکړې.

د عربي۲۱ وېبپاڼې د مهر خبري آژانس له قوله راپور ورکړی چې ګراهام تر لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي، نتنياهو د متحده عربي اماراتو د ولسمشر محمد بن زايد له رول څخه مننه کړې ده. د ګراهام په وینا، نتنياهو ټینګار کړی چې د اماراتو ولسمشر «هر څه چې ترې غوښتل شوي او حتی تر هغه ډېر» ترسره کړي دي.

د اسرایلو صدراعظم همدارنګه امارات «په سختو شرایطو کې یو باوري شریک» بللی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هیوادونو اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي.

متحده عربي امارات او بحرېن په ۲۰۲۰ کال کې د اسرایلو سره د اړیکو د عادي کېدو تړون لاسليک کړ. دا مراسم د هغه وخت د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون ترسره شول. دغه تړون چې «د ابراهيم تړون» په نوم شهرت لري، د دغو هېوادونو ترمنځ د رسمي دیپلوماتيکو اړیکو د ټینګېدو لاره هواره کړه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button