په واشنګټن کې د نتانیاهو د سفر پر ضد مظاهرې وشوې

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر له پیل سره هممهاله، یو شمېر مظاهره کوونکو په واشنګټن کې د هغه پر ضد لاریون وکړ. دا اعتراضونه هغه مهال ترسره شول چې د نتانیاهو کاروان د امریکا د پلازمېنې له سیمو تېرېده.
د المیادین د راپور له مخې، یو شمېر امریکایي یهودیان هم په دې مظاهرو کې ګډون کړی و او د نتانیاهو د سیاستونو او دریځونو پر وړاندې یې شعارونه ورکړل. د مظاهره کوونکو له ډلې ځینو هغه ته دا وویل: «ته یو صهیونیست یې، نه یو یهودی».
مظاهره کوونکو د خپلو لاسونو په پلاکاتونو لیکلي و چې «اسراییل یو یهودي دولت نه دی» او «اسراییل د نړۍ د یهودیانو استازی نه دی». ویل کېږي چې دا شعارونه د هغو انتقادي لیدلورو څرګندونه کوي چې د امریکا د یهودي ټولنې دننه د اسراییل د حکومت پر کړنو نیوکې کوي.
نتانیاهو د سهشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد او ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. هغه له اشغالو سیمو تر وتلو مخکې خبریالانو ته ویلي و چې په دې لیدنه کې به د غزې وضعیت او د سیمې د تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
هغه همدارنګه ویلي چې د ایران موضوع به د هغه د خبرو اترو په لومړیتوبونو کې وي او ادعا یې وکړه چې د ایران د خبرې اترو لپاره به داسې اصول وړاندې کړي چې د ده په وینا، د منځني ختیځ د سولې او امنیت لپاره مهم بلل کېږي.




