نتانیاهو حماس او حزبالله د اوربند په ماتولو تورن کړل

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، له خپلو تېرو توندو دریځونو سره سم، یو ځل بیا دعوا کړې چې د فلسطین او لبنان مقاومت ډلې د اسراییلو د امنیت لپاره ګواښ دي. نوموړي وویل چې اسراییل به، پرته له دې چې د نورو هېوادونو دریځ ته وګوري، د هر ډول برید په وړاندې خپلواکه ځواب ورکړي.
نتانیاهو دا خبرې په داسې حال کې کړي چې په تېرو اونیو کې د اسراییلي پوځ لهخوا د غزې تړانګې پر ضد پراخ او ویجاړوونکي بریدونه نه دي درېدلي. د بشري حقونو ګڼو بنسټونو ویلي چې دغه بریدونه د جنګي جنایتونو او نسلوژنې څرګندې بېلګې دي. له دې سره سره، نتانیاهو حماس د اوربند په نقض تورنه کړه او وویل چې دا ډله څو ځلې هڅه کړې چې د «ژېړې کرښې» هاخوا سیمو او اسراییلي ځواکونو باندې بریدونه وکړي.
د اسراییلو لومړي وزیر ټینګار وکړ چې هېواد یې د امنیت د تأمین لپاره د بل چا پرېکړې ته اړتیا نه لري او دا پریکړې به په خپله د اسراییلي پوځ لخوا تر سره کېږي. هغه زیاته کړه: “د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې پرېکړې به ځاني ډول ونیول شي، او اسراییل به د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره د بل چا اجازې ته انتظار ونه باسي.”
نتانیاهو دا هم وویل چې د اسراییلو پوځ په وروستیو ورځو کې په لبنان کې نظامي عملیات ترسره کړي دي. دده په وینا، دا بریدونه د لبنان د حزبالله ډلې د جنګي توان د بیا فعالېدو د مخنیوي لپاره ترسره شوي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړیوالې ټولنې د جګړو د فوري بندېدو او د بشري مرستو د وړاندې کولو غوښتنه کړې، خو اسراییل د ملکي وګړو پر مېشتو سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او دا غوښتنې یې له پامه غورځولې دي. اسلامي هېوادونه او د بشري حقونو سازمانونه بیا-بیا د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو د زیات شمېر تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.




