مهم خبرونهنړیوال

نتنياهو د حماس د له منځه وړلو پر هدف ټينګار وکړ

د اسرایيلو لومړی وزیر بنيامين نتنياهو ويلي، د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس لا هم شاوخوا شل زره وسله‌وال او لسګونه زره ډول ډول وسله لري. د هغه په وينا، د غزې د جګړې اصلي هدف «د حماس بشپړ له منځه وړل» دي.

نتنياهو د فاکس نيوز له شبکې سره په مرکه کې وويل، د غزې د جګړې ټاکل شوي اهداف تر اوسه بشپړ نه دي ترلاسه شوي. هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د نړيوال جزايي محکمې له خوا د غزې د جګړې د جنايتونو په تور تر تعقيب لاندې دی.

نتنياهو ادعا وکړه چې اسرایيل د هغه څه له جګړې چې ده ورته «د اوو جبهاتو جګړه» وويل، د منځني ختيځ تر ټولو پياوړی هېواد راوتلی دی. ده زياته کړه، د غزې لپاره د نړيوالو ځواکونو د ځای پر ځای کولو هڅې روانې دي، خو لا تر اوسه پايله نه ده لرلې. سره له دې، د هغه په وینا، اسرایيل به دغو هڅو ته وخت ورکړي.

د غزې د اوربند د دويم پړاو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې، نتنياهو وويل چې دې بهير ته بايد وخت ورکړل شي. ده د لويديځې غاړې په اړه هم وويل چې د غچ انګېزو کړنو د مخنیوي هڅه کوي او غواړي د دې سيمې اسرایيلیانو او فلسطیني اوسېدونکو تر منځ سوله‌ييز ګډ ژوند رامنځته شي. خو په عين وخت کې يې د لويديځې غاړې پر دوامداره پوځي کنټرول ټينګار وکړ.

نتنياهو په بله جلا مرکه کې له امريکايي وېب‌پاڼې «نيوز مکس» سره وويل چې اسرایيل به هڅه وکړي «د وروستي تښتول شوي کس پاتې شوني» له غزې څخه هرومرو را ولري. ده د سومالي هېواد د خپل‌واکۍ غوښتونکي سيمې سومالي‌لېنډ يادونه هم وکړه او ويې ويل، دغه سيمه غواړي د ابراهيمي تړونونو سره يو ځای شي، او سياسي جوړښت يې له د سوماليې له نورو برخو سره توپير لري.

په دغه مرکه کې نتنياهو له ايران سره د اړيکو په اړه په احتياط سره خو له خبرداري ډک غږ وکړ. هغه وويل، اسرایيل نه غواړي تاوتريخوالی زيات کړي، خو که پرې بريد وشي، ځواب به ورکړي. ده زياته کړه چې د اسرایيلو له نظره تهران بايد د اټومي غني‌کوونکي وړتيا ته لاسرسی و نه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button