مهم خبرونهنړیوال

د آلمان صدراعظم: د اوکراین د سولې هوکړې ترلاسه کول تر پنجشنبې پورې امکان نه لري

د آلمان صدراعظم فریدریش مرتس د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۲۳مه) د جي-۲۰ ډلې ناسته کې په ژوهانسبورګ کې وویل چې امکان نه لري تر پنجشنبې پورې د اوکراین په اړه د سولې هوکړې ته ورسیږي؛ هغه نیټه چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ ټاکلې ده.

مرتس زیاته کړه، سره له دې چې دا هدف ترلاسه کول ستونزمن ښکاري، خو دا په مطلق ډول ناشونی نه دی. هغه د شته اختلافونو په اشاره سره خپل شک او تردید څرګند کړ چې ښايي یوه بریالۍ پایله ترلاسه نه شي.

بل‌خوا، د بي بي سي د راپور پر بنسټ، دونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، اوکراین ته تر پنجشنبې پورې وخت ورکړی چې د هغه د ۲۸ ماده‌يې وړاندیزي طرحې سره موافقه وکړي. ټرمپ ګواښ کړی دی چې دا طرحه یې «وروستۍ وړاندیز» نه ده، خو که څه پرمختګ وشي، ممکن نیټه وغځوي.

فریدریش مرتس دا هم وویلې چې باید پر یوه ګډ سند کار وشي؛ داسې سند چې د اوکراین لپاره سیاسي قبولیت ولري او وروسته د روسیې سره د سولې خبرو بنسټ وګرځي.

په داسې حال کې چې د اوکراین خلک لا هم د جګړې او بې‌ثباتۍ قرباني دي، د سولې لپاره نړیوالې هڅې هم له ابهام سره مخ دي. د طالبانو اداره، چې تل یې د نړیوالو بحرانونو په وړاندې د بې‌طرفي ادعا کړې، د بشري ازادیو په سختو محدودیتونو او د سیاسي مشروعیت د نشتوالي له امله، بنسټیز صلاحیت نه لري چې په نړیواله ډيپلوماسي کې رغنده رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button