مهم خبرونهنړیوال

ناتو ښايي د روسیې پر وړاندې له دفاعي دریځه واوړي

د ناتو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې دا پوځي تړون ممکن د روسیې له «تیریزو خوځښتونو» سره د مقابلې په موخه، پر دفاعي تګلارې بسنه ونه کړي او پر ځای یې ښايي یرغلیزو اقداماتو ته مخه وکړي.

د ناتو د پوځي کمېټې مشر، دریادار جوزپه کاوو دراگونه، فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې ناتو اوس له دغه تړون د دفاعي سیاست د محدودیتونو څخه ځان خلاصوي او د احتمالي یرغلیزو ګامونو لپاره تیارۍ نیسي. ده ویلي، سره له دې چې حقوقي خنډونه د له حده وړاندنۍ حملې د تصمیم نیولو په لار کې ستر خنډونه دي، دا انتخاب لا هم په جدي ډول ارزول کېږي.

دی زیاتوي چې دا ډول حملې ښايي د «دفاعي اقدام» تر نامه لاندې ترسره شي، که څه هم دا چاره د ناتو له دودیزو چوکاټونو او اصولو بهر ده. نوموړي دغه راز ویلي چې اصلي ننګونه به دا وي چې د ناتو دننه به دا ډول عملي اقدام ته امر څوک ورکوي او د اجرا مسؤولیت به بیا د چا پر غاړه وي.

دا څرګندونې هغه مهال مطرح کېږي چې د ناتو او روسیې ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم زیاتې شوې دي. روسیې د ناتو د چارواکو دا څرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول بیانونه د ناتو د روسیې پر ضد د پراخې جګړې چمتووالي ته اشاره کوي.

په بروکسل کې د روسیې سفیر، دنیس گونچار، مخکې ویلي وو چې ناتو د خلکو ذهنونه د کرملین جعلي دسیسو سره وېروي او غواړي د احتمالي مستقیمې جګړې ته زمینه برابره کړي.

دغه بدلونونه پر داسې مهال صورت نیسي چې د طالبانو اداره په افغانستان کې سره له دې چې د بې طرفۍ ادعا کوي، نه د فعالې دیپلوماتیکې ونډې اخیستنې ظرفیت لري او نه هم مشروعیت. سربېره پر دې، د روسیې او د هغې د ملګرو له خوا د ملاتړ کېدونکو ډلو له لوري امنیتي ګواښونه لا هم د سیمې پر سر سیوری اچولی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button