ټولنه‌یزمهم خبرونه

په کونړ کې د نرګل ولسوالۍ کلیوال سړک له زلزلې وروسته بیا ورغول شو

د کونړ ولایت د نرګل ولسوالۍ یو مهم کلیوالي سړک د یوې زلزلې له امله زیانمن شوی و او د څو کليو اوسېدونکي له روغتیایي خدماتو او بازارونو څخه پرې شوي وو.

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د معلوماتو له مخې، دا لاره د جنوبي کوریا د استازولۍ په مالي ملاتړ او د «ریوایو» پروژې په چوکاټ کې بیا ورغول شوه.

په دې بهیر کې ۱۵ کیلومتره کلیوالي سړک او درې اوبرو (پلچکونه) ترمیم شول څو د خلکو تګ راتګ او د توکو لېږد بیا ممکن شي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د دې سړک بیا رغونه به د درملنې مرکزونو ته د تګ اسانتیا او د ورځني تجارت د بیا پیل زمینه برابره کړي او د زلزلې ځینې اغېزې به راکمې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button