نارندرا مودي په اسرائيل کې: د نوي ډيلي او تلابيب اړيکې بايد لا پياوړې شي

د هندوستان لومړی وزير نارندرا مودي، چې په يو رسمي سفر اسرائيل ته تللی، د دغه هېواد د پارلمان په وينا کې ټينګار کړی چې د نوي ډيلي او تلابيب ترمنځ اړيکې بايد لا زياتې پياوړې شي. ده وويل، هند به اوس او راتلونکې کې د «ټولې ژمنتيا» له مخې له اسرائيل سره ولاړ وي.
مودي د خپلې وينا پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مهمې وبللې او غوښتنه يې وکړه چې همکاريانې دې په بېلابېلو برخو کې پراخې شي. هغه د همکارۍ د ځانګړو ساحو په اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو د دواړو لورو د اوږدمهاله شراکتي اړيکو پر دوام يې ټينګار وکړ.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې اسرائيل د غزې جګړې له امله له پراخو نړيوالو نيوکو سره مخ دی. ګڼ شمېر د بشري حقونو سازمانونه او ځينې هېوادونه د اسرائيل کړنې د بشري حقونو جدي نقض او آن د نسل وژنې بېلګه بللې ده؛ هغه تورونه چې د تلابيب پر وړاندې سياسي او ديپلوماټيک فشارونه زيات کړي دي.
په داسې حال کې، د هند له لوري د اسرائيل قوي ملاتړ کولای شي د سيمې او نړۍ په کچه پراخ غبرګونونه ولري؛ په ځانګړي ډول اوس چې د غزې جګړه لا روانه ده او د تاوتريخوالي د بندېدو او د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنې زياتې شوې دي.




