په هرات کې د نقیب درملیز روغتون پرانیستل شو

د هرات د ولایت مقام اعلان کړی چې د نقیب درملیز روغتون د ۷۹ میلیونه افغانیو په لګښت په دغه ولایت کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د دغه مرکز موخه د هرات اوسېدونکو ته د تخصصي روغتیایي خدمتونو وړاندې کول بلل شوي دي.
د روغتون د پرانیستې په مراسمو کې، د طالبانو لهخوا ټاکل شوی د هرات والي، شیخ مولانا اسلامجار، د ډاکترانو د علمي کچې د لوړولو او د روغتونونو د خدمتونو د کیفیت د ښهوالي پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي وویل، پانګونه په طبي برخه کې کولای شي د خلکو د روغتیایي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.
د محلي سرچینو په وینا، د نقیب درملیز روغتون په پنځو پوړونو جوړ شوی او په معیاري ډول له اړینو طبي وسایلو سمبال شوی دی. د دغه مرکز مسؤلین وايي چې د دې روغتون له فعالیت سره به د هرات خلکو ته د تخصصي او باکیفیته روغتیایي خدمتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.




