امنیت او پېښېمهم خبرونه

د ننگرهار د درې بندیانو د تښتېدو راپورونه بې‌اساس وبلل شول

د ننگرهار د بندونو چارو ریاست هغه راپورونه بې‌بنسټه وبلل چې پکې د درې بندیانو د تښتېدو ادعا شوې وه او دا راپورونه يې په کلکه رد کړل.

د دې ریاست مسوولینو ویلي، ځینې رسنۍ او غیرمسووله ټولنیزې پاڼې ناسمه معلومات خپاره کړي چې د دوی په وینا موخه يې د خلکو ذهنونه ګډوډول دي. د چارواکو په وینا، په ننگرهار زندان کې د تښتېدو هیڅ پېښه نه ده رامنځته شوې.

د رسمي څرګندونو له مخې، د ننگرهار زندان د یو منظم ثبت او راجستر سیستم تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، او هېڅ بندي – هغه کسان هم نه چې «پایواز» بلل کېږي – د قانوني مراحلو له تېرېدو پرته له زندانه د وتلو اجازه نه لري.

سره له دې، په داسې حال کې چې د خپلواکو رسنیو لاسرسی د زندانونو معلوماتو ته محدود دی، کارپوهان تل د شفافیت او بې‌طرفه څارنې پر اهمیت ټینګار کوي، تر څو د اوازې او بې‌باورۍ مخه ونیول شي.

د بندونو د اصلاح چارو ریاست له خلکو غوښتي چې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره یوازې له رسمي سرچینو ګټه واخلي او د نه‌تایید شویو خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button