روغتيامهم خبرونه

په ننګرهار کې څلور نوې روغتیایي مرکزونه پرانیستل شول

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د مومنددرې، بهسود، کامې او خوګیاڼیو په ولسوالیو کې څلور فرعي روغتیایي مرکزونه پرانیستل شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا مرکزونه د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر (اوچا) په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دغو مرکزونو کې د ناروغانو د درملنې (OPD) خدمات، د مور او ماشوم د پاملرنې روغتیایي خدمتونه، واکسین، د تغذیې پروګرامونه او د رواني روغتیا برخه کې خدمات وړاندې کېږي. د دې مرکزونو د جوړېدو موخه دا ښودل شوې چې د یادو سیمو اوسېدونکي د بنسټیزو روغتیایي خدمتونو ته غوره لاسرسی ولري.

ننګرهار د هېواد په ختیځ کې له ډېر نفوس لرونکو ولایتونو څخه دی، او په تېرو کلونو کې د دې ولایت ځینې ولسوالۍ د معیاري روغتیایي خدمتونو له کمښت سره مخ وې. د نوو روغتیایي مرکزونو پرانیستل کولای شي د دغو سیمو د خلکو د لومړنیو روغتیایي اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button