ټولنه‌یزمهم خبرونه

په ننگرهار کې د بڅیراګام د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په ننگرهار ولایت د بڅیراګام ولسوالۍ د ناصر کلی په سیمه کې د اوبو رسولو یوه شبکه د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره پرانستل شوې ده. دا پروژه د ننگرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له‌خوا، چې د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند اداره ده، عملي شوې ده.

د دې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د یادې شبکې په چوکاټ کې د ۲۰ متر مکعبو د زېرمتون یوه ذخیره جوړه شوې او په بېلابېلو برخو کې ۹۵ د اوبو نلونه نصب شوي دي. همدارنګه، نږدې ۱۱ کیلومتره پایپ د اوبو د لېږد لپاره غځول شوی دی.

مسوولینو ویلي چې د پروژې د پلي کولو پر مهال لسګونو ځایي اوسېدونکو ته د لنډمهالي کار فرصتونه برابر شوي او د بشپړېدو وروسته، شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ د څښاک له صحي اوبو برخمنې شوې دي.

ځايي اوسېدونکي په داسې حال کې د صحي څښاک اوبو له ترلاسه کولو هرکلی کوي، چې تمه کېږي د طالبانو اداره د پروژو له اعلان سربېره د ترسره کولو کیفیت، د بودجې د لګښت شفافیت او د خدماتو د دوام په اړه هم ځواب‌وه وي ـ هغه موضوع چې لا هم په ډېرو سیمو کې د اندېښنې وړ ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button