سياستمهم خبرونه

نی له پاکستان وغوښتل چې د افغان خبریالانو شړل باید ودرول شي

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی، چې دا مهال په جلاوطنۍ کې دی، د پاکستان کې د افغان کډوالو، په ځانګړي توګه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو وضعیت ته جدي اندېښنه څرګنده کړې ده او له پاکستاني حکومت څخه یې غوښتي دي چې هېڅ ډول د دغو کډوالو د ایستلو هڅه ونکړي.

نی دا غوښتنه تېر ماښام په یوه خپره شوې اعلامیه کې کړې ده. په اعلامیه کې راغلي، که افغان خبریالان بېرته افغانستان ته واستول شي، نو د مرګ له مستقیم ګواښ سره به مخ شي؛ دا ګواښ د طالبانو د واکمنۍ له امله دی، ځکه دا ډله د رسنیو له کارکوونکو او مدني فعالانو سره ښکاره دښمني لري.

د نی د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه پنځه تنه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په اسلام‌آباد کې نیول شوي او توقیف ځایونو ته انتقال شوي، څو له هغه ځایه افغانستان ته وایستل شي. نی خبرداری ورکړی چې دا ډول چلند به د لسګونو خبریالانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

نی له پاکستانه غوښتي چې باید افغان خبریالانو ته د امنیت او اوږدمهاله اوسېدو زمینه برابره کړي، څو هغوی د طالبانو له ځورونې، تعقیب او ځپنې څخه خوندي وي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د طالبانو پر ضد د سیاسي فشار د وسیلې په توګه استفاده، یو غیرانساني او د اسلامي اصولو خلاف اقدام دی.

په پای کې نی یادونه کړې چې د پاکستان حکومت باید په دې خبر وي چې طالبان د افغانستان د رسنیو بنسټونو او مدني ټولنې سخت دښمنان ګڼي، او د دوی له نظره د دې برخو کارکوونکي د مرګ سزا مستحق ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button