اقتصادمهم خبرونه

د نغلو لمریزه برېښنا پروژه نږدې بشپړه شوې ده

برشنا شرکت وایي چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژه ۹۹ سلنه پرمختګ کړې او اوس وروستۍ مرحلې ته رسېدلې ده. د دې شرکت د شنبې ورځې (۲۲ د لیندۍ) د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې له دې پروژې څخه د برېښنا تر تولید وروسته، هر کال له ۴۲ زره میګاواټه زیاته برېښنا ملي شبکې ته انتقال شي.

د برشنا په وینا، دا پروژه چې ۲۲.۷۵ میګاواټه ظرفیت لري، د هیواد د پاکې انرژۍ د تولید د زیاتوالي پروګرامونو برخه ده او د نغلو په سیمه کې له مهمو لمریزو پروژو څخه شمېرل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې پروژې له خوا تولیدېدونکې برېښنا کولای شي د خلکو د برېښنا د کمښت یوه ډېره برخه جبران کړي او د صنعتي، تجارتي او استوګنیزو سیمو د برېښنا اړتیاوې پوره کړي.

برشنا شرکت وایي، دا پروژه د خصوصي سکتور له لوري تمویله شوې او عملي کار یې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې پیل شوی دی. اوس مهال، پانګوال شرکت د پروژې وروستۍ مراحلو تکمیل ته ادامه ورکوي او تمه ده چې ډېر ژر به رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button