په نغلو کې د لمر برېښنا دستګاه پرانیستل شوه؛ برشنا د سترو انرژۍ پروژو د دوام خبر ورکوي

د برشنا شرکت اعلان کړی چې په نغلو کې د لمر د برېښنا د تولید دستګاه د ۲۲٫۷۵ مېګاواټه په ظرفیت ګټې اخیستنې ته رسېدلې ده او ورسره یو مهال په هېواد کې د ګڼو سترو انرژۍ پروژو چارې هم روانې دي.
د برشنا شرکت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د دغې دستګاه د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې دا مهال د ډبرو سکرو، باد او لمریزې برېښنا د تولید پروژې په یو وخت تر کار لاندې دي او دا پروژې د انرژۍ د برخې د پراختیايي پلانونو برخه جوړوي.
نوموړي زیاته کړه چې برشنا شرکت د عزېزي بنسټ سره پر ۱۶ بېلابېلو پروژو له نېږدې کار کوي؛ دا هغه پروژې دي چې موخه یې د برېښنا د تولید د ظرفیت زیاتول او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو پوره کول دي.
خو کارپوهانو بیا څو ځله ټینګار کړی چې د دغسې پروژو بریالیتوب د شفافیت، مسلکي مدیریت او د خلکو عادلانه برېښنا ته د لاسرسي پورې تړاو لري؛ هغه موضوعات چې د اوسني وضعیت او د طالبانو تر ادارې لاندې د هېوادوالو او څارونکو بنسټونو د پوښتنو او اندېښنو لامل شوي دي.




