مهم خبرونهنړیوال

نفتالي بنت: اسرائيل ښایي له ترکيې سره جګړې ته داخل شي

د اسرائيل پخواني لومړي وزیر نفتالي بنت ويلي که ترکيه د يوه اسلامي ائتلاف د جوړولو هڅه وکړي، اسرائيل ښایي د ايران وروسته له انقرې سره جګړه پیل کړي. هغه دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ وکړې چې په رسنيو کې پراخه انعکاس يې درلود.

د مهر خبري اژانس د النشره له قوله راپور ورکوي چې بنت ادعا وکړه، هر ډول اسلامي ائتلاف به په اوتومات ډول «ترهګریز» عمل او د اسرائيل پر وړاندې ګواښ وګڼل شي. نوموړي زياته کړه چې تل‌ابیو به د داسې يو بهیر پر وړاندې بې‌پامي ونه کړي.

بنت له دې وړاندې هم د ترکيې پر هغو هڅو خبرداری ورکړی و چې د ده په وينا، هڅه کوي له سعودي عربستان څخه د اسرائيل پر ضد ملاتړ تر لاسه کړي او د څو سني هېوادونو، په شمول د اټومي پاکستان، يو محور جوړ کړي. د هغه په خبره، د انقرې هدف د داسې يو تړون شبکې رامنځته کول دي چې د اسرائيل امنيت له خطر سره مخ کولای شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ترکيې او اسرائيلو اړيکې په وروستيو کلونو کې له سياسي او امنيتي کړکېچونو سره مخ وې. د ترکيې رسمي چارواکو تراوسه د بنت د نويو څرګندونو په اړه هېڅ تبصره نه ده کړې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button