مولوي متقي د ملګرو ملتونو له استازې سره د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې مولوي اميرخان متقي د ملګرو ملتونو له سياسي مرستيالې رزماري ديکارلو سره په ټيلفوني تماس کې د وروستيو پاکستاني هوايي بريدونو په اړه خبرې کړې دي. د دې وزارت په وينا، په دغه تماس کې د ملکي تلفاتو موضوع ياده شوې او په دې اړه جدي اندېښنه څرګنده شوې ده.
د طالبانو د ادارې د معلوماتو له مخې د دې ادارې د بهرنيو چارو وزير ادعا کړې چې په تيرو څلورو کلونو کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې يوازې ملکي وګړي په نښه شوي او هېڅ وسلهواله ډله چې اسلاماباد يې د شتون ادعا کوي، نه ده وژل شوې. ده دا خبره د پاکستان د تورونو بېاساسي بللې ده.
متقي دا هم ويلي چې په افغانستان کې وسلهوالې ډلې فعاليت نه لري او زياته کړې يې ده چې په کابل کې مېشت ديپلوماتان او نور اړوند لوري کولای شي د وروستي بريد له سيمې څخه ليدنه وکړي او حالت له نږدې وڅېړي. خو څارونکي تل د ازاد لاسرسي او ناپېيلو نړيوالو پلټنو پر اړتیا ټينګار کوي ترڅو حقيقتونه څرګند شي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د سرمنشي سياسي مرستيالې د ملکيانو د مرګژوبلې له امله خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د هوايي بريدونو موضوع به له د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او نورو اړخونو سره شريکه کړي. دواړو لوريو د دوحې د ناستو، کاري ډلو او يو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې او د دوامدار تعامل پر اړتيا ټينګار کړی دی.




