د امیرخان متقي او د امارات د بهرنیو چارو وزیر تلیفوني خبرې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امیرخان متقي، د یاد وزارت سرپرست، د اماراتو د متحدو عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال عبدالله بن زاید آل نهیان سره په یوه تلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو، د سیمې د وضعیت او د طالبانو د اړیکو په اړه له امریکا او پاکستان سره خبرې کړې دي.
د طالبانو د ادارې د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغانستان او امریکا اړوند موضوعات هم تر بحث لاندې نیولي دي. متقي د یو امریکایي زنداني د خوشې کولو په برخه کې د اماراتو د منځګړتوب رول ستایلی او ویلي یې دي چې پاتې موضوعات هم کولای شي د متقابلو اړیکو له لارې حل شي. د طالبانو اداره له دې وړاندې هم ویلي وه چې غواړي له سیمې او لویدیځو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، خو دا اداره لاهم د هېڅ هېواد لخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې.
متقي د خبرو پر مهال د سیمې وضعیت ته په اشارې ویلي چې امریکا او اسراییل پر ایران جګړه پیل کړې چې د ده په وینا، دا د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. هغه د جګړو پراخېدل د اندېښنې وړ بللي او د اماراتو “حکمت او زغم” یې ستایلی دی. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د وروستیو میاشتو سیمهییز بدلونونه د سیمې د هېوادونو د پراخې اندېښنې لامل شوي دي.
د پاکستان سره د اړیکو په اړه، متقي ویلي چې د طالبانو اداره غواړي ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې کار واخیستل شي. ده زیاته کړې چې د دې ادارې نظامي اقدامات د پاکستان پر وړاندې “دفاعي” بڼه لري او دا یې د مشروع دفاع حق په چوکاټ کې توجیه کړي دي. د دواړو لورو ترمنځ پولهیزې شخړې په تېرو میاشتو کې څو ځله د نښتو او د سرحدي دروازو د تړل کېدو لامل شوې دي.
له بلې خوا، عبدالله بن زاید د طالبانو او امریکا اړیکې مهمې بللې او ټینګار یې کړی چې متحده عربي امارات به له خپل مثبت رول څخه ډډه ونه کړي. هغه همدارنګه د ایران اړوند تحولاتو په اړه د خپلې هېواد نظر وړاندې کړی او د سیمې د وضعیت په اړه یې د نظرونو تبادله کړې ده.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی بللی او ویلي یې دي چې هېواد به یې د اختلافاتو د کمېدو او د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې جاري وساتي. هغه په پای کې ډاډ ورکړی چې د اماراتو مېشتو افغانانو د وضعیت او خوندیتوب په برخه کې به ځانګړې پاملرنه وشي.




