سياستمهم خبرونه

د متقي او قطري چارواکي تر منځ د سيمه‌ييزو تاوتريخوالو په اړه ټليفوني خبرې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د دې وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د قطر د بهرنيو چارو وزارت له د دولت له وزير محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره د سيمې د وروستيو تحولاتو په اړه ټليفوني خبرې کړي دي. د وزارت په وينا، په دې اړيکه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د تاوتريخوالو دوام، د جګړو پرمختګ او د منځني ختيځ وضعيت څېړل شوی دی.

د خبرنامې له مخې، متقي په دې خبرو کې د سيمې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغه څه ترڅنګ چې يې د پاکستان «پر افغانستان تېری» بللی، د امريکا او اسرائيلو لخوا پر ايران بریدونه او د جګړې د پراخېدو احتمال يې هم د غندنې وړ بللي دي. نوموړي ټينګار کړي چې د طالبانو اداره د هېوادونو ملي حاکميت او ارضي بشپړتيا ته درناوی يو اصل بولي او د جګړې د زياتېدو پر ځای د ديپلوماسۍ لاره غوره ګڼي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره، سره له دې چې پر ديپلوماټيکو اصولو ټينګار کوي، لاهم د نړيوالې مشروعيت او رسمي اړيکو له جدي ستونزو سره مخ ده او تر اوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسميت نه ده پېژندل شوې.

له بلې خوا، د قطر د بهرنيو چارو وزارت د دولت وزير الخليفي ويلي چې سيمه له يوې حساسې او ستونزمنې مرحلې تيريږي. د ده په وينا، ايران د بالستيک توغنديو او بې‌پيilot هوايي الوتکو له لارې پر قطر بريدونه کړي، چې زياتره يې شنډ شوي دي.

الخليفي زياته کړې چې قطر تل ځان د «سولې کور» بولي او د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو پر سوله‌ييزې لارې ټينګار کوي.

د دې ټليفوني اړيکې په پای کې دواړو لوريو د مشورو پر دوام، د خبرو د پياوړتيا او د سيمه‌ييز بحران د مديريت لپاره د ديپلوماسۍ پر لاره ټينګار کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button