متقي د پاکستان پر ضد بریدونه د افغانستان د حریم دفاع وباله

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې د پاکستان پر ضد وروستي پوځي اقدامونه د افغانستان د هوایي حریم، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره ترسره شوي دي. متقي دا څرګندونې پرون ماښام په کابل کې د بهرنیو ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو د استازولۍ، د اروپایي ټولنې او یو شمېر نړیوالو بنسټونو له استازو سره په غونډه کې وکړې.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې غونډې اصلي موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو ارزونه وه. متقي په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د طالبانو لهخوا هر ډول پوځي اقدام د هېواد د خاورې د دفاع په چوکاټ کې ترسره شوی دی.
په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلاماباد اړیکې زیاتې ترینګلې شوې دي او دواړو لورو یو بل د سرحدي حریم د نقض او د بریدونو د ترسره کولو په تور تورن کړي دي. په دې وضعیت کې د نښتو د پراخېدو او د هغې د اغېزو په اړه، د پولهيې سیمو اوسېدونکي د امنیتي حالت او خپل ژوند په اړه اندېښنه لري.
شنونکي وايي، که دا حالت دوام ومومي، نو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې به لا پسې پېچلې شي او اړینه ده چې مسوول چارواکي د احتمالي پایلو په اړه له روڼتيا او لا زيات ځوابويونوبت سره عمل وکړي.




