سياستمهم خبرونه

د متقي او د چين د بهرنيو چارو وزير تليفوني خبرې د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو تاوتريخوالو په اړه

مولوي امير خان متقي، د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزير، د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره په تليفوني خبرو کې د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکو د پراختيا، د سيمې د امنيتي وضعيت او روانو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، متقي په دغه خبرو کې د طالبانو د ادارې هغه څه چې د «اقتصاد پر محور ولاړه بهرنۍ تګلاره» بلل شوې، ټينګار کړی او ويلي يې دي چې افغانستان د اعتماد، متقابل درناوي او اقتصادي همکاريو پر بنسټ له سيمه ييزو هېوادونو سره د اړيکو غوښتنه کوي. ده زياته کړه چې د تاوتريخوالو حل د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې امکان لري.

د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزير همدارنګه د پاکستاني ځواکونو د وروستيو بريدونو په اړه د طالبانو د ادارې دريځ څرګند کړی او ټينګار يې کړی چې افغانستان د خپلو خلکو او ارضي تماميت د دفاع حق لري، خو د سياسي حل لارې د ملاتړ غوښتونکی دی. دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو مياشتو کې د دواړو لورو ترمنځ پوله ييزې شخړې د پوله ييزو سيمو د اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي.

له بلې خوا، وانګ يي د کابل او بيجينګ ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي چې پوځي اقدامات د ستونزو حل نه دی، او چين د سيمه ييزو اختلافاتو د هواري لپاره له خبرو او تفاهم ملاتړ کوي.

چين له هغو لږو هېوادونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې يې له د طالبانو له ادارې سره خپلې کاري اړيکې ساتلې دي؛ خو د طالبانو اداره لا تر اوسه د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت نه ده پېژندل شوې او هڅه کوي چې د سيمه ييزو تعاملاتو له لارې خپل سياسي او اقتصادي موقف پياوړی کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button