سياستمهم خبرونه

د متقي او عراقچي ټيلېفوني خبرې د سيمې د وروستيو بدلونونو په اړه

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت ويلي، مولوي اميرخان متقي، د دغه وزارت سرپرست، له ډاکټر سيد عباس عراقچي، د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير سره په يو ټيلېفوني تماس کې د سيمې د وروستيو پېښو او روان حالت په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، متقي په دې تماس کې د وروستيو پېښو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او د امريکا او اسرائيلو له خوا د ايران پر اسلامي جمهوريت بريدونه غندلي دي. هغه همدارنګه د ايران د اسلامي انقلاب د رهبر پر هدف ګرځېدو په تړاو د ايراني دولت او ولس سره خپله خواخوږي او تسليت څرګنده کړې ده.

په خبرو کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ټينګار کړی چې د هېوادونو د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منل شوو نړيوالو اصولو خلاف دی او بايد شخړې د ديپلوماټيکو لارو او سوله‌ييزو لارو چارو له لارې حل شي.

په مقابل کې، د ايران د بهرنيو چارو وزير د افغانستان له لورې د خواخوږۍ له څرګندونو مننه کړې او د ايران د اسلامي جمهوريت د کړنو او د روانو بدلونونو په اړه د خپل هېواد نظرونه او ارزونې بيان کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button