مهم خبرونهنړیوال

د جګپوړو ديني عالمانو ټولنې د پاکستان د پوځ برید پر کابل سخت غندلی

د مسلمانانو نړیوالې ديني عالمانو اتحادیې د پاکستان پوځ ته منسوب هغه برید په کلکه غندلی چې د کابل ښار د نشه‌يي توکو د معتادینو د درملنې یوه مرکز یې نښه ګرځولی و، او دا یې یو «حرام» عمل بللی چې له اسلامي اصولو او نړیوالو قوانینو سره په څرګند ډول په ټکر کې دی.

دغه ديني بنسټ په خپرې شوې اعلامیه کې ویلي، د درملنې پر مرکز برید د انساني ارزښتونو او د اسلامي شریعت د احکامو خلاف کار دی، او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې، په ځانګړي ډول په ملکي سیمو کې، هېڅ توجیه نه‌لري.

اتحادیې همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستاني سیاسي او پوځي چارواکو یې غوښتي چې د داسې پېښو د تکرار مخه ونیسي.

په اعلامیه کې له د پاکستان حکومت او نظامي مشرتابه غوښتنه شوې چې د دې پېښې د څرنګوالي او احتمالي تلفات د څېړلو لپاره یوه روڼ او بې‌طرفه د حقایقو موندونکې ځانګړې کمېټه جوړه کړي، څو د پېښې ټول اړخونه په روښانه توګه څرګند شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button