په موسیقلعه کې وچکالي؛ اوسېدونکي د جبري کډوالۍ له خطره خبرداری ورکوي

د هلمند ولایت د موسیقلعې ولسوالۍ اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې د پرلهپسې وچکالیو دوام او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو جدي کمښت د دې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ له سختو ګواښونو سره مخ کړې دي.
د دوی په وینا، د ځمکې لاندې اوبو سطحه په ډېرو سیمو کې دومره راټیټه شوې چې نور د څښاک او کرنې لپاره د اوبو برابرول ممکن نه دي، او دغه وضعیت خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.
ځینې اوسېدونکي وایي، یو شمېر هغه کلي او سیمې چې پخوا د خلکو د استوګنې ځایونه وو، اوس د اوبو د نشتون له امله په بشپړ ډول پرېښودل شوي او اوسېدونکي یې اړ شوي چې خپلې سیمې پرېږدي.
د موسیقلعې خلک له د طالبانو له ادارې غواړي چې د بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي او د موسیقلعې پر سیند یو بند جوړ کړي، څو خلک وتوانېږي په خپلو سیمو کې پاتې شي او جبري کډوالۍ ته اړ نه شي. د اوسېدونکو په باور، د دې ستونزې له پامه غورځول به پراخې ټولنیزې او بشري پایلې ولري.




