مقتدی صدر د عراق په کچه د سوله ییزو لاریونونو غوښتنه وکړه

د عراق د صدر تحریک مشر مقتدی صدر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه هېواد له خلکو غوښتي چې راتلونکې شنبې په ټولو ولایتونو او سیمو کې سولهییز لاریونونه ترسره کړي. ده ویلي چې د دغو غونډو هدف د هغه څه پر وړاندې د مخالفت څرګندونه ده چې ده ورته «امریکایي او صهیونیستي تېري» ویلي، او همدارنګه د سیمهییزو کړکېچونو د درولو اړتیا باندې ټینګار کړی دی.
د عراقي رسنیو د راپور له مخې، صدر دا بلنه د ټولنې ټولو قشرونو ته ورکړې او په پراخې ونډې اخیستنې یې ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي چې دغه لاریونونه باید په داسې ډول ترسره شي چې د عراق د خلکو د ملي یووالي او همبستګۍ پیغام د سیمهییزو بدلونونو په وړاندې څرګند کړي.
د صدر تحریک مشر دا هم ویلي چې عراقيان باید د سیمهییزو پېښو په وړاندې یو ګډ او همغږی دریځ غوره کړي. د ده په وینا، د ملي یووالي څرګندونه کولای شي د عراق د خلکو عامه غوښتنه د کړکېچ د کمېدو او د سیمې د بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره را څرګنده کړي.




