ملا يعقوب پاکستان ته خبرداری ورکړ: که کابل ناامن شي، اسلاماباد به هم خوندي نهوي

د طالبانو د واکمنې ادارې د دفاع وزیر ملا یعقوب د پاکستان وروستیو بریدونو ته په خپله لومړۍ رسمي غبرګون کې ویلي، که کابل ناامن شي، اسلاماباد به هم له ورته برخلیک سره مخ شي. نوموړي له پاکستان څخه وغوښتل چې پر افغانستان، په ځانګړي ډول د کابل پر ښار، بریدونه ودروي.
د طالبانو د دفاع وزیر همدارنګه ادعا وکړه چې دا اداره د یوې اوږدې جګړې لپاره تیاری لري، او که نښتې لس کاله هم دوام وکړي، د دوی ځواکونه به چمتو وي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د دواړو خواوو ترمنځ تاوتریخوالی په وروستیو اونیو کې تر بل هر وخت زیات شوی دی.
د راپورونو له مخې، د نږدې دوو اونیو راهیسې د پاکستان پوځ په یو شمېر افغان ولایتونو، په شمول د کابل، څو هوايي بریدونه ترسره کړي دي. په مقابل کې، د طالبانو اداره هم ادعا کړې چې د بېپیلوټه الوتکو بریدونه یې کړي او د پاکستان ځینې سرحدي پوستې یې په نښه کړي دي.
د دغو نښتو ډېرېدو د پولهپاتې سیمو او لویو ښارونو د اوسېدونکو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي. په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د ټول هېواد د امنیت مسؤلیت پر غاړه لري، له پاکستان سره د نظامي شخړو دوام کولای شي د هېواد امنیتي او اقتصادي وضعیت لا زیات زیانمن کړي او عام وګړي له خطر سره مخ کړي.




