سياستمهم خبرونه

ملا برادر: علما دې د اسلامي نظام د ساتنې روحیه پیاوړې کړي

ملا عبدالغني برادر آخند، چې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دی، د کابل د «جامعه فتح‌العلوم» مدرسې د فراغت (دستاربندۍ) په مراسمو کې د علماو او دیني مدرسو پر رول ټینګار وکړ، او ویې ویل چې علما باید د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه پیاوړې کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دیني مدرسې د اسلامي ټولنو لپاره مهمې بللې، او ویې ویل چې دا مدرسې د دیني علومو په تدریس، اخلاقي تربیت او د خلکو د فکري لید جوړولو کې مرکزي رول لري.

ملا برادر وویل چې علما باید له دیني دندو سره سره، د وعظ او منبر ژبه نرم ولري، او د طالبانو د ادارې مفاهیمو ته په ټولنه کې پراختیا ورکړي.

نوموړي ادعا وکړه چې د جهاد «فرضیت» اسلامي روایت، چې له دیني مدرسو راولاړ شوی، وروسته قریو او ښارونو ته خپور شوی او د هغه په وینا، دا روایت په نظامي شخړو بدل شوی. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې ځینې ټولنیزې او څارونکې ادارې د دیني زده کړو د تاوتریخوالي یا نظامي مقابلو له مشروعیت سره تړل تل غندلي دي.

ملا برادر دیني مدرسې د فکري اصلاح، د هغه څه چې نوموړي یې «غير اسلامي کلتورونه» وبلل نفي، او د دیني روایتونو د ساتنې لپاره مهم وبللې. نوموړي ټینګار وکړ چې دا تعلیمي مرکزونه باید د طالبانو د ادارې له پالیسۍ سره هر وخت برابر پاتې شي؛ یو دریځ چې د زده‌کړو آزادۍ او فکري تنوع په اړه اندېښنې راپارولې دي.

د مراسمو په پای کې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له حافظانو سره د فراغت مبارکي وویله او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې خپلو زده کړو ته عمل ورکړي، نورو ته یې ورسوي او له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button