ملا برادر د ترکمنستان له چارواکو سره د تاپي، اورګاډي کرښې او برېښنا په اړه خبرې وکړې
ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال رشيد مردوف سره په هرات ولایت کې وکتل او د تاپي پروژې، د اورګاډي کرښې د پراختيا او د برېښنا د لېږد په اړه یې خبرې وکړې.
حمداالله فطرت، د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند، د يکشنبې په ورځ (۱۲ دلو) په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې ناستې په مهال د کانونو او پټرولیم او همدارنګه د انرژۍ او اوبو وزارتونو سرپرستان هم حاضر وو. د ده په وینا، د خبرو اصلي تمرکز پر هغو لویو سیمهییزو پروژو و چې د سیمې د نښلولو موخه لري.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا برادر ويلي، د تاپي پروژې عملي پيل کول کولای شي د طالبانو د حکومت، ترکمنستان او د سيمې له نورو هېوادونو سره اړيکې پياوړې کړي. نوموړي زياته کړې چې د سعودي عربستان د ډېلټا نړيوال شرکت له خوا د دې پروژې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لېوالتيا څرګنده شوې ده.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دغه شرکت غواړي د تاپي د ګاز د پېرود، د ترکمنستان د يو ستر ګازي بلاک د ظرفيت د زياتوالي، د ګاز د نلليکې د جوړولو او پراختيا له هرات ولايت د ګذره ولسوالۍ څخه تر قندهار د سپين بولدک ولسوالۍ او وروسته تر هند پوله پورې، او همدارنګه د پاکستان په ګوادر بندر کې د يو ستر او عصري ګاز مرکز په جوړولو کې پانګونه وکړي.
په دې ناسته کې د طالبانو حکومت له ترکمنستان څخه غوښتي چې د تورغندي–هرات د اورګاډي کرښې په اړه خپله وروستۍ پرېکړه روښانه کړي؛ دا پروژه له څو کلونو راهیسې د سياسي بدلونونو او د مديريت د نهروڼتيا له امله ځنډېدلې ده.
رشيد مردوف ژمنه کړې چې برېښنا به د بادغیس د بالا مرغاب، خُماب او قرقين ولسوالیو ته ولېږدول شي او نورې سیمهییزې پروژې به هم د طالبانو د حکومت په همکارۍ پر مخ يوړل شي. نوموړي زياته کړه چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې به د تاپي د پروژې کار تر هرات ښار پورې وغځول شي.
د تاپي د پروژې عملي کار د طالبانو حکومت او ترکمنستان ترمنځ د روان لمریز کال په پيل کې پيل شو؛ دا پروژه، سره له دې چې د هغې پر اقتصادي ارزښت ډېر ټينګار شوی، لا هم د روڼتيا، د سيمهييزو اوسېدونکو د ګټو د خونديتوب او سياسي پايلو په اړه له پوښتنو سره مخ ده.




