ملا برادر: د افغانستان د صنعت وده له برېښنا سره تړلې ده

ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت د ريیسانو د دفتر اقتصادي مرستيال، د هرات ولايت کې د يو شمېر برېښنايي پروژو د پرانېستې پر مهال وويل چې د برېښنا کمښت د هېواد د صنعت د ودې له اساسي اړتياوو څخه دی.
هغه څرګنده کړه چې پرته له دايمي برېښنا ته له لاسرسي، د صنايعو پراختيا او د کاري فرصتونو رامنځته کېدل له جدي ننګونو سره مخ کېږي. د ده په وينا، د طالبانو اداره د پانګونې د هڅونې لپاره د يخخونو جوړوونکو ته د پنځه کلونو مالياتي معافيت ورکړی دی.
برادر همدارنګه ټينګار وکړ چې د برېښنا شرکت مکلف دی چې په هر حالت کې د صنعتي پروژو اړتيا وړ برېښنا تأمين کړي. نوموړي وويل، دا د خدماتي بنسټونو د مسؤليت يوه برخه ده چې د خصوصي سکتور پر وړاندې لري.
خو د اقتصاد فعالانو څو ځله د روښانه تګلارې نشتون، کمزورې زېربناوې او د برېښنا د ناپايداره خدمتونو له امله نيوکې کړې دي؛ هغه موضوعات چې د دوی په باور، د طالبانو د چارواکو له ژمنو سره سره، لاهم د هېواد د صنعت او اقتصاد د ودې جدي خنډونه پاتې دي.




