امنیت او پېښېمهم خبرونه

مجاهد پر پاکستان د افغانستان پر ملکي سیمو د برید تور ولګاوه

د طالبانو د واکمنې ادارې ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان له خوا د هوايي بریدونو په پایله کې د افغانستان په ځینو سیمو کې ملکي استوګنځي په نښه شوي او یو شمېر ولسي وګړي زیانمن شوي دي.

مجاهد د خپلې اېکس (پخواني ټویټر) پاڼې له لارې په خپاره شوي پیغام کې ویلي چې دغه پېښه له بمباریو وروسته رامنځته شوې او ملکي خلکو ته تاوانونه اوښتي دي. نوموړي د برید د دقیق وخت او د تلفاتو د شمېر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند په دوام کې د پاکستان جنرالان یې تورن کړي چې د هغه څه د جبران لپاره چې دوی یې د پاکستان دننه «امنیتي کمزوري» بولي، دا ډول بریدونه ترسره کوي. مجاهد دغه عمل د افغانستان پر خاوره «تجاوز» بللی دی.

تر اوسه د پاکستان چارواکو د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې د پولو د امنیتي ترینګلتیاوو له امله څو ځله له ستونزو سره مخ شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button