مهم خبرونهنړیوال

مفتي تقی عثماني د پاکستان د پوځ د مشر د مادام العمر معافیت پرېکړه د اسلام له اصولو سره په ټکر کې وبلله

مفتي تقی عثماني، د پاکستان يو وتلی دينی عالم، د دغه هېواد د پوځ د رهبرۍ په اړه وروستۍ پرېکړې له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې بللې دي. نوموړي ټينګار کړی چې جنرال عاصم منیر ته د مادام‌العمر معافیت ورکول او د محکمې پر وړاندې نه‌حاضرول د عدالت له اصل سره په تضاد کې دي.

هغه د دوشنبې په ورځ په يوې غونډه کې وويل چې په اسلامي نظام کې هېڅ څوک د قانون څخه پورته نه‌دی، او حاکمان او لوړپوړي چارواکي هم د خپلو کړنو حساب ورکولو ته مکلف دي. د ده په وينا، عدالت او حساب‌ورکونه د شريعت بنسټيز اصول دي او د زورواکو کسانو لپاره هر ډول دايمي معافيت د دغو اصولو روح کمزورې کوي.

دغه دينی عالم خبرداری ورکړ چې د قانون په وړاندې د عامو وګړو او چارواکو ترمنځ تبعيض د خلکو پر باور بد اغېز کوي او په ټولنه کې د بې‌عدالتۍ زمينه رامنځته کوي. نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل چې په سياسي او پوځي پرېکړو کې دې اسلامي ارزښتونه او د عدالت معيارونه بنسټ وګرځوي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په تېرو اوونيو کې په پاکستان کې د اردو د رول او د پوځي مشرانو د صلاحيتونو په اړه بحثونه تود شوي او په سياسي او ټولنيزو حلقو کې بېلابېلې نظريې راپارول شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button