مسکو او واشنګټن د پارلماني ناستې د لومړني تړون اعلان وکړ

د روسیې د دولتي دوما یوه لوړپوړي غړي ویلي چې مسکو او واشنګټن د روسیې د دولتي دوما او د امریکا د کانګرس د غړو ترمنځ د ګډې ناستې د ترسره کولو په اړه لومړنی تړون کړی دی. ټاکل شوې ده چې د دې ناستې د وخت او ځای په اړه وروستۍ پریکړه وروسته وشي.
د دولتي دوما د بهرنیو چارو د کمیټې مشر لئونید سلوڅکي ویلي چې دا هوکړه په مقدماتي کچه شوې او د عملي جزییاتو د ټاکلو خبرې روانې دي. د هغه په وینا، د دې ناستې موخه باید د دواړو هېوادونو د ملي ګټو او امنیت د تامین لپاره د روښانه لاسته راوړنو ترلاسه کول وي.
سلوڅکي ټینګار وکړ چې د روسیې قانون جوړونکي د تشریفاتي او بېپایلې ناستو لېوالتیا نه لري او دغه غونډې باید یوازې د لاس ورکولو او د رسنیو لپاره د انځور اخیستو تر کچې محدودې نه پاتې شي، بلکې باید د روښانه تصمیمونو او عملي پایلو لامل شي.
له دې وړاندې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د بهرنیو پانګونو او اقتصادي همکاریو په چارو کې، کریل دیمیټرییف، ویلي وو چې مسکو او واشنګټن د امریکا د کانګرس او د روسیې د دولتي دوما د پلاوو ترمنځ د احتمالي ناستې په اړه سلا مشورې روانې دي.
په تیرو کلونو کې د روسیې او امریکا اړیکې له تاوتریخوالي سره مل وې، په ځانګړي توګه د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال. خو له هغې وروسته چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د اوسني ولسمشر په توګه واک ته ورسید، د واشنګټن او مسکو اړیکې یو څه نږدې شوي او د بېباورۍ د کچې د راکمېدو زمینه برابره شوې ده.




