مولدووا د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د هوايي شرکتونو پروازونه بند کړل

د مولدووا حکومت اعلان کړی چې د افغانستان په ګډون د له شل څخه د زیاتو هېوادونو د هوايي شرکتونو پروازونه به په دې هېواد کې یا بند وي او یا به پرې محدودیتونه ولګول شي. دا پرېکړه د الوتنو د خوندیتوب د اندېښنو له امله شوې ده او د دغو شرکتونو ډېری یې له بشپړ بندیز سره مخ شوي دي.
د دې حکم له مخې چې د مولدووا د لومړي وزیر مرستیال ولادیمیر بولیا لاسلیک کړی، له ۲۰۰ څخه زیات هوايي شرکتونه د محدودیتونو په لېست کې شامل دي. د دغو هېوادونو په منځ کې د افغانستان، روسیې، ایران او شمالي کوریا نومونه هم راغلي دي.
د خپرو شویو جزیاتو له مخې، ډېری دغو شرکتونو ته به د مولدووا د فضا او هوايي ډګرونو د کارولو اجازه نه وي، خو یو شمېر ته یې د محددو عملیاتو جواز ورکړل شوی دی.
د مولدووا چارواکو ویلي چې دا بندیز به تر هغه وخته دوام وکړي، څو دا هېواد د اروپايي اتحادیې غړی شي. مولدووا په وروستیو کلونو کې هڅه کوي چې له اروپايي جوړښتونو سره د نږدې کېدو بهیر ګړندی کړي.




