د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

مولوي عبدالکبیر: افغان کډوال د کوربه هېوادونو پر اوږو بار نه دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر وایي چې افغان کډوال د مېشتو هېوادونو پر اوږو بار نه دي، بلکې د دغو هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري. نوموړي دا څرګندونې د پکتیا ولایت په یوه ديني مدرسه کې د فراغت په مراسمو کې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر وویل چې پخوا چې کوم هیوادونه افغان کډوالو ته مرستې ورکولې، هغه هم د خپلو ملي ګټو پر بنسټ وې، نه له انسان‌پالنې سره تړلې. ده زیاته کړه چې افغان کډوال د خپلې خواري او زحمت له لارې پرمختګ کړی، فابریکې، دوکانونه لري او هېڅ هېواد دا دعوه نه شي کولی چې دوی بوج دي.

نوموړي وویل: “هیڅ افغان کور په کور خیر نه دی غوښتی. کوربه هېوادونه له افغانانو مالیه اخلي او د همدې عوایدو پر مټ خپل اقتصاد پیاوړی کوي.”

نوموړي له افغان کډوالو او پانګه‌والو وغوښتل چې هېواد ته بېرته راوګرځي، د کرنې، بیا رغونې او د کار زمینې رامنځته کولو ته ملا وتړي. ده ټینګار وکړ چې د کډوالو رضا کارانه راستنیدل کولای شي د هېواد اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي او د خوراکي توکو – په ځانګړي توګه غنمو – نرخونه راکم کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي، چې په وروستیو اونیو کې یو شمېر ګاونډیو هېوادونو پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او هغوی یې د خپلې ټولنې پر غاړه اضافه بار بللي دي. د مهاجرت چارو یو شمېر کارپوهان وایي دا ډول چلندونه نه یوازې د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د افغان مهاجرو تر منځ یې پراخې اندېښنې راپارولي دي.

له دې سره، د طالبانو اداره، چې د هېواد دننه پر خدماتو او کاري فرصتونو بشپړ کنټرول نه لري، د کډوالو د راستنېدو غوښتنې یې ګڼ انتقادونه راپارولي، ځکه چې د ډېر شمېر راستنیونکو د قبلېدو لازم ظرفیت نه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button