محمدیونس قانوني: د طالبانو استخبارات د جنرال سريع په وژنه کې لاس لري

محمد یونس قانوني، د افغانستان د پخواني جمهوريت مرستيال، وايي چې د اکرامالدين سريع، د جمهوريت د پخواني نظام يو جنرال، او د هغه د ملګري وژنه د طالبانو د استخباراتي ادارې يوه منظم پلان شوې کړنه ده. نوموړي دا ادعا پرون د جنرال سريع د فاتحې په مراسمو کې وکړه او ټينګار یې وکړ چې دا ډول عمليات د مخالفانو د له منځه وړلو د تګلارې برخه ده.
قانوني د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه چې د طالبانو د استخباراتي ادارې فعاليتونه يوازې د افغانستان دننه محدود نه دي، بلکې دا اداره هڅه کوي چې له هېواده بهر هم هغه کسان او څېرې په نښه کړي چې د طالبانو پر ضد انتقاد کوي. هغه خبرداری ورکړ چې دا ډول کړنې به د بهر مېشتو افغانانو ترمنځ د ناامنۍ او بېباورۍ فضا لاپسې زياته کړي.
قانوني همدارنګه وويل چې د دغو دوو پخوانیو پوځيانو د وژنې د پلټنې لپاره يوه کمېټه ټاکل شوې چې له ايراني چارواکو سره خبرې وکړي. هغه له زياتو جزيياتو ورکولو ډډه وکړه، خو ويې ويل چې د دې خبرو موخه د پېښې د حقيقت څرګندول او د موضوع تعقيبول دي.
د اکرامالدين سريع او محمدامين الماس وژنه په تهران کې شوې چې د طالبانو د ادارې د مخالفو سياسي ډلو او شخصيتونو پراخه غبرګونونه راوپارول، او يو ځل بيا يې د مخالفانو د ژوند د خوندیتوب په اړه اندېښنې زياتې کړې. تر اوسه پورې نه کوم فرد او نه کومه ډله د دې پېښې مسئوليت پر غاړه اخیستی او د طالبانو اداره هم په دې اړه رسمي غبرګون نهدی څرګند کړی.




