مودي: د پوتين پر استوګنځي د بريد راپورونه اندېښمنوونکي دي

د هند لومړی وزير نريندرا مودي وايي، د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين پر استوګنځي د بريدونو راپورونه اندېښمنوونکي دي، او هغه د شخړې د پای ته رسېدو عملي لاره دوامداره ديپلماسي بولي.
مودي په ټولنيز شبکې «ایکس» کې په يو پيغام کې ليکلي، نوی ډیلي له ټولو اړخونو غواړي چې خپل تمرکز پر ديپلوماتيک بهير وساتي او له هغو ګامونو ډډه وکړي چې دا بهير کمزوری کولای شي. هغه د روسيې او اوکراين ترمنځ د سولې د خبرو د دوام پر اړتيا ټينګار کړی دی.
په عین وخت کې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف، د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، اوکراين د ۹۱ بېپيلوټه الوتکو په کارولو سره د روسيې د ولسمشر پر استوګنځي په نووګورود سيمه کې برید ترسره کړی او دا یې «ترهګریزه کړنه» بللې ده.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا هم ويلي، دا اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي او مسکو به غبرګون وښيي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زيلينسکي او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ليدنې وروسته د اوکراين د سولې بهير د پرمختګ هيلې زياتې شوې وې.
هممهاله، د روسيې يو شمېر چارواکو د اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول د برتانيې، د سولې د ټينګښت له اصلي مخالفانو څخه بللي او ادعا کړې چې لندن په دې برید کې رول لري؛ خو دا ادعاګانې د ازادو سرچينو له خوا نه دي تأييد شوې.




