روغتيامهم خبرونه

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتيا وزارت د خوست لپاره د وړيا سترګو درملنې ګرځنده ټيم لېږي

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې يوه ګرځنده روغتيايي ډله د سترګو د تخصصي درملنې د وړيا خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د خوست ولايت ته لېږي. دا ډله به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۱۰مې تر ۲۲مې نيټې پورې د دې ولايت په ټاکل شويو برخو کې فعاليت کوي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د دې پروګرام پر مهال به ۳۵۰ د سترګو عمليات ترسره شي او ۶۵۰ د لوستلو عينکې به په وړيا ډول ووېشل شي. همداراز، تر پنځه زره پورې د سترګو ناروغان به معاينه او که اړتيا وي، درملنه به ورته وشي.

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دې روغتيايي ډلې غړي به د جنورۍ په ۱۰مه خوست ته ورسېږي او سملاسي به د خدمتونو وړاندې کول پيل کړي. دا خدمتونه د ګرځنده روغتيايي پروګرامونو يوه برخه ده چې موخه يې د لرې پرتو سيمو اوسېدونکو ته د تخصصي درملنې لاسرسی زياتول دي.

عامې روغتيا وزارت له هغو خوستوالو غوښتي چې د سترګو له ناروغيو کړېږي، په ټاکل شوي وخت کې د دې ولايت د عامې روغتيا رياست ته مراجعه وکړي او له دغو وړيا او تخصصي خدمتونو ګټه واخلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button