مهم خبرونهنړیوال

امريکايي ځواکونو د نیکولاس مادورو او د هغه مېرمنه ونیوله

د امريکا د ګډو ځواکونو رئيس ويلي، امريکايي ځواکونو د یوې پلان شوې نظامي عمليات په ترڅ کې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن نیولي دي.

جنرال دن کېن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دا عمليات د شاوخوا ۱۵۰ جنګي الوتکو په ګډون ترسره شو او امريکايي ځواکونه د شپې پر ۱:۰۱ بجې د مادورو د استوګن ځای ته نژدې سيمو ته ورسېدل. د ده په وينا، دا عمليات د شپې او په خورا دقت سره عملي شوي دي.

د امريکا د ګډو ځواکونو د رئيس په وينا، پوځي چورلکې د عملياتو پر مهال د متقابل بریدونو سره مخ شوې، خو ځواکونو د “ځان ساتنې” په چوکاټ کې پرې قاطع ځواب ورکړ. هغه ټينګار وکړ چې په پای کې مادورو او د هغه مېرمن ځانونه تسليم کړل او ونيول شول.

جنرال کېن زياته کړه چې د دې عملياتو چمتووالی څو مياشتې وخت ونيو او د امريکا استخباراتي ادارو د مادورو د تګ راتګ، ورځنيو عادتونو او د استوګن ځای اړوند دقيق معلومات درلودل.

د هغه په خبره، د عملياتو د اجرا چاپېريال “په بشپړه توګه مناسب” و او ټول امريکايي ځواکونه پرته له کوم مرګ ژوبلې خپلو اډو ته ستانه شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button