میاخیل: د طالبانو تګلارې افغانستان نړیوالې کړۍ ته منزوي کړی دی

شاهمحمود میاخیل، چې د پخواني جمهوریت پر مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست و، د پاکستان د هوايي برید په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو د ادارې سیاستونو افغانستان په سیاسي او دیپلوماتیک ډول منزوي کړی او د دا ډول پېښو زمینه یې برابره کړې ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان دا مهال د پراخ نړیوال ملاتړ نه برخمن دی او له همدې امله نه شي کولای په اغېزمن ډول د خپلو دریځونو او حاکمیت دفاع وکړي. د ده په وینا، له نړیوالې ټولنې سره د رغنده تعامل نشتون د افغانستان نړیوال ځایګی لا کمزوری کړی دی.
میاخیل د تېرو څو لسیزو جګړو او ناامنۍ ته په اشارې وویل چې د افغانستان خلک کلونه د ترهګرۍ قرباني شوي دي؛ نه یوازې زیانمن شوي، بلکې په ځینو مواردو کې ناحقه د ترهګرۍ د ملاتړ تور ورباندې لګېدلی دی. ده زیاته کړه چې د دې وضعیت دوام به د هېواد پر وګړو لا زیات فشار راولي.
دا پخواني چارواکي خبرداری ورکړ چې افغانستان باید د نورو هېوادونو د ناکامو ستراتیژیو او دوه ګونو سیاستونو بیه ورنه کړي. د ده په وینا، پر افغانستان هر ډول پوځي برید د منل شویو نړیوالو اصولو سرغړونه ده او دا کار کولای شي د سیمې امنیتي حالت لا پیچلی کړي.
میاخیل له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانانو د حقونو او حاکمیت د تضمین لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د تاوتریخوالي د پراختیا مخه ونیسي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره تراوسه نه ده توانېدلې نړیوال مشروعیت او اجماع ترلاسه کړي څو په نړیواله کچه د ملي ګټو دفاع وکړي.




