اقتصاددوهم سرلیکنړیوال

د ايران، امريکا او اسرائيل ترمنځ جګړې د منځني ختيځ ګرځندوی ته ۶۰۰ ميليونه ډالره ورځنی زيان اړولی

د نړيوالې سفر او ګرځندوی شورا اعلان کړی چې د ايران، امريکا او اسرائيلو ترمنځ د وروستيو نښتو له امله د منځني ختيځ د ګرځندوی صنعت هره ورځ لږ تر لږه ۶۰۰ ميليونه ډالره تاوان ويني. د عوايدو دغه کمښت د ځوابي بريدونو او د سيمې په هوايي سفرونو کې د پراخو ګډوډيو له امله رامنځته شوی دی.

د دغې شورا په وينا، د نښتو اغېزې يوازې د نړيوال د نفت بازار پورې محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې له سفر او ګرځندوی سره تړلي سکتورونه هم سخت زيانمن شوي دي. د تاوتريخوالي دوام لامل شوی چې د سيمې ګڼو ګرځندوی ځایونو ته د سفر غوښتنه نژدې له ودرېدو سره مخ شي.

دغه اداره خبرداری ورکړی چې د بريدونو دوام کولای شي د منځني ختيځ د ګرځندوی چاپېريال ته احتمالي او ورانوونکې اغېزې ورسوي؛ هغه صنعت چې د ډېرو هېوادونو لپاره د عايد او کارموندنې مهمه منبع بلل کېږي.

د امنيتي ګواښونو د زياتېدو او د هوايي لارو د ګډوډۍ له امله ميليونونه مسافر، چې غوښتل يې د دوبۍ، ابوظبي، دوحې او بحرين له مهمو ترانزيتي دهليزونو تېر شي، له ځنډونو او يا د الوتنو له لغوه کېدو سره مخ شوي دي.

د نړيوالې سفر او ګرځندوی شورا رييسه او اجرائيه مشرې، ګلوريا ګويراوا، ويلي چې دا حالت د نړيوالو ليدونکو پر لګښتونو د پام وړ اغېزه لري، خو هغې زياته کړه چې پخوانۍ تجربې ښيي ګرځندوی صنعت معمولاً له کړکېچونو وروسته په نسبتاً چټکه توګه بېرته راژوندی کېږي.

په راپور کې راغلي چې له نښتو دمخه د دغې شورا وړاندوينه دا وه چې د منځني ختيځ د نړيوالو ګرځندوی کوونکو لګښتونه به ۲۰۷ ميليارده ډالرو ته ورسېږي، خو د اوسني حالت د دوام له امله د دې هدف پوره کېدل له امکانه ليرې ښکاري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button