ميا افتخار حسين: د ترورېزم په نوم يو ځل بيا له پښتنو سره لوبه روانه ده

ميا افتخار حسين، د عوامي نيشنل ګوند ايالتي مشر، د پاکستان د امنيتي تګلارو پر ضد په سختو ټکو نيوکه کړې ده او ويلي يې دي چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې تر نامه لاندې يو ځل بيا له عادي خلکو سره لوبه کېږي، خو اصلي بيه يې پښتانه پرې کوي.
هغه ټينګار کړی چې د بريدونو او ناامنۍ قربانيان هم د همدې سيمو خلک دي، خو له دې سره سره، ډول ډول ظلمونه او فشارونه هم پر همدې خلکو واردېږي. د ده په وينا، په عمل کې روان حالت د يوې سياسي او امنيتي نمايش بڼه لري، نه د ترورېزم پر ضد د رښتينې مبارزې.
دغه سياسي مشر د پاکستان د پخوانيو پوځيانو رول ته په اشارې سره، د تروريستي ډلو د بيا ميشتېدو له هڅو سخت انتقاد کړی او پوښتنه يې مطرح کړې چې د جنرال فيض تر مشرۍ لاندې د تروريستانو د بېرته راوستلو پر مهال، د پاکستان “ملي عمل پلان” چيرې و، او ولې جدي عملي نه شو.
ميا افتخار حسين زياته کړې ده که رښتينی اراده د ترورېزم د ختمولو لپاره موجود وي، قانوني او روڼې لارې ورسره شته، خو په عمل کې دغه سياستونه يوازې د پښتنو پر وړاندې د نورو فشارونو او ځورونو سبب شوي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې په وروستيو اونيو کې د تيراه سيمې او يو شمېر نورو قبایلي سيمو کې بيا ناامنۍ زياتې شوې دي او د دغو سيمو اوسېدونکي يې سخت اندېښمن کړي دي.




