مهم خبرونهنړیوال

مدودف: د امريکا کړنې په ونزويلا کې غيرقانوني دي

د روسيې د امنيت شورا مرستيال مشر ديميتري مدودف ويلي، د امريکا متحده ايالات د ونزويلا په اړه غيرقانوني کړنې ترسره کړي او ټينګار يې کړی چې دا حرکتونه د نشه يي توکيو د قاچاق پر ضد د مبارزې په پلمه نه دي، بلکې د ونزويلا د تېلو زېرمو ته د لاسرسي لپاره دي.

مدودف د امريکايي چارواکو له قوله زياته کړه چې د ونزويلا د ولسمشر د تښتونې ادعا له نشه يي توکيو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې اصلي موضوع د تېلو ده؛ هغه موضوع چې د ده په وينا، د واشنګټن چارواکو يې په ښکاره توګه اعتراف کړی دی.

هغه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې وويل، چې واشنګټن ګواکې کولای شي د ونزويلا اداره په خپله ونيسي، خو امريکا له لرې واټن څخه يو خپلواک هېواد نه شي اداره کولای.

د روسيې د امنيت شورا مرستيال همدارنګه خبرداری ورکړ چې امريکا ښايي غواړي د کيف د نظام په وړاندې هم ورته تګلاره تکرار کړي. ده زياته کړه چې دغه سياستونه د واشنګټن د تلپاتې موډل يوه برخه ده، چې د نورو هېوادونو پر طبيعي سرچينو د تسلط هڅه کوي؛ يوه تګلاره چې د ده په وينا، د اوکراين د نادرو معدني زېرمو په برخه کې هم ليدل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button