امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

د طالبانو ادارې د هېواد په څو حوزو کې د ممکنه سېلابونو خبرداری ورکړ

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت خبرداری ورکړی چې د دوشنبې، درېشنبې او چهارشنبې په ورځو کې د هېواد په څو مهمو اوبوایزو حوزو کې د سېلابونو د راوتو احتمال شته. د دغه وزارت په وينا، دا حالت ښايي ځينې سيمې له جدي خطرونو سره مخ کړي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د هریرود–مرغ‌آب، هلمند، شمال، پنج‌امو او کابل د اوبو حوزې په ټاکل شوې موده کې د سېلاب له ګواښ سره مخ دي. دغه وزارت په ډاګه کړې چې د دغو حوزو د اوبو سطحه د زياتېدو امکان لري.

همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې د سېلاب احتمالي لارې په هرات، غور، بادغيس، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، جوزجان، سرپل، فارياب، بلخ، سمنګان، بغلان، غزني، لوګر، ميدان وردګ، کابل، پنجشير، کاپيسا، پروان، پکتیکا، پکتيا، خوست، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو کې د سېلاب د راوتو شاهدې کېدای شي.

د انرژۍ او اوبو وزارت له خلکو غوښتي چې د تلفاتو او تاوانونو د مخنيوي لپاره له درياو او سېلابي لارو څخه لرې پاتې شي. دغه خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې په يو وخت کې د هېواد په ۲۱ ولايتونو کې د باران او واورې ورېدو امکان اټکل شوی. دا وضعيت په وروستيو کلونو کې د اوبو د سرچينو د مؤثرې مديريت نشتوالی او د مسؤلو ادارو د کمزورې چمتووالي له امله، د هغې د پايلو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button