په مزارشریف کې د تېلو د سوداګرۍ لوی مرکز جوړېږي

د بلخ ولایت د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي چې په مزارشریف ښار کې د تېلو د پېر او پلور یو لوی تجارتي مرکز جوړېږي. د دې مرکز د بنسټ ډبره د ځايي چارواکو او خصوصي برخې استازو په حضور کې ایښودل شوې او دا پروژه به د ۱۵ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړه شي.
چارواکي زیاتوي چې د تېلو بازار، چې وړاندې یې په حیرتان بندر کې فعالیت درلود، اوس مزارشریف ښار ته انتقال شوی دی. د دې بدلون هدف د تېلو د کیفیت کنټرول، د نرخونو د بېقاعده لوړیدو مخنیوی او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول ښودل شوي دي.
چارواکي ټینګار کوي چې د تېلو سوداګريزو فعالیتونو تمرکز په مزارشریف ښار کې به د بازار ښه تنظیم، د سوداګرو اسان لاسرسی او غوره نظارت ممکن کړي، چې په پایله کې به د عرضې او تقاضا ثبات ته لاره هواره شي.
په ورته وخت کې، یو شمېر د تېلو سوداګر دا ګام له اقتصادي پلوه ګټور بولي. دوی باور لري چې د بازار مزارشریف ته انتقال د ترانسپورت بهیر آسانه کړی، لګښتونه کموي او د ځايي او ګاونډیو ولایتونو بازارونو ته د اړتیا وړ تېلو پر وخت رسول ممکنوي.




