سياستمهم خبرونه

مولوي عبدالحميد د طالبانو ادارې او پاکستان تر منځ د خبرو غوښتنه وکړه

مولوي عبدالحميد اسماعيل‌زهي، د زاهدان د اهل‌سنت امام جمعه، له طالبانو ادارې او د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې اوسني اختلافات او شته تاوتريخوالی د سياسی خبرو او تفاهم له لارې حل کړي.

هغه د زاهدان د اختر د لمانځه په وينا کې ټينګار وکړ چې افغانستان او پاکستان ګډ تاريخي او مذهبي تړاوونه لري او د دواړو هېوادونو تر منځ ګڼ ګډې ګټې شته. د ده په وينا، دغه ګډ ارزښتونه کولی شي د اختلافاتو د سوله‌ييز حل زمينه برابره کړي.

مولوي عبدالحميد زياته کړه چې هېچا ته بايد اجازه ورنکړای شي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د طالبانو ادارې او پاکستان تر منځ د تاوتريخوالی او تحريک سبب شي.

په وروستيو مياشتو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې له څو پړاوونو د جګښت او نرمښت څخه تېرې شوې دي. يو شمېر شنونکي باور لري چې د سياسي خبرو دوام او د ديپلوماتيکو لارو چارو کارول کولی شي د تاوتريخوالی د پراخېدو مخه ونيسي او د سيمې ثبات پياوړی کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button