مریم نواز: خیبرپښتونخوا د ټېکنالوژۍ له پرمختګ څخه شاته پاتې ده

د پنجاب ایالت وزیراعلی مریم نواز شریف ویلي، د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي لا هم د ټېکنالوژۍ له پرمختګونو او د پرمختیا له پروګرامونو ګټه نهده اخیستې. د هغې په وینا، د ایالت حکومت هلته د عصري کولو او پرمختګ لپاره مؤثر ګامونه نه دي پورته کړي.
هغې دا څرګندونې د ګجرات پوهنتون په یوه غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې په پنجاب کې د محصلینو لپاره پراخ پروګرامونه لکه د «هونهار» بورسونو، لېپټاپ وېش او تخنیکي زدهکړې عملي شوې دي، خو دا ډول اسانتیاوې په خیبرپښتونخوا کې په پراخه کچه شتون نه لري.
مریم نواز په غیرمستقیم ډول د تحریک انصاف ګوند د څو کلونو واک ته اشاره وکړه او ویې ویل، پر ځای د عملي پرمختګ، تر ډېره د پوهاوي شعارونه ورکړل شوي دي. هغې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
بل لور ته، یو شمېر سیاستوال او د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي باور لري چې د ناامنۍ دوام او جګړې په دې ایالت او قبایلي سیمو کې د خلکو عادي ژوند، د کار زمینه او پانګونه له ستونزو سره مخ کړې ده. د هغوی په وینا، دا حالت د پرمختګ او د خلکو د هوساینې پر وړاندې اساسي خنډ دی.
د پنجاب وزیراعلی همدارنګه ټینګار وکړ چې د لویو لارو بندول او احتجاجونه د خیبرپښتونخوا اقتصاد ته تر ټولو زیات زیان رسوي. دا اعتراضونه د پخواني صدراعظم عمران خان د ملاتړ په موخه ترسره کېږي، هغه چې دا مهال په زندان کې دی.




