منظور پشتین د پاکستان د هوايي بریدونو غندنه وکړه

منظور پشتین، د پښتنو د ژغورنې غورځنګ مشرجنې غبرګون ښوولی او د پاکستان د پوځ لخوا د خوست ولایت پر هوايي بریدونو یې دا بریدونه «غیرانساني، غیر اسلامي» او د نړیوالو اصولو خلاف بللي دي. هغه ویلي، چې د دغو بمباریو له امله بېګناه ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
ښاغلي پشتین په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي، د ملکي وګړو وژنه، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، او همداراز د افغان کډوالو ځورول نه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ده او نه هم اخلاقي مشروعیت لري، بلکې دا خپله یو ښکاره مثال د دولتي ترهګرۍ ګڼل کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم د پاکستان دریځ یوازې یو پلمې په توګه کارول کېږي څو د پښتنو ټولنه هدف وګرځوي. د هغه په وینا، د پاکستان اصلي هدف افراطي ډلې نه، بلکې د پښتنو کورونه، ښځې او ماشومان دي، او دا تګلاره له کلونو راهیسې تعقیبېږي.
نوموړي ادعا کړې چې پاکستان د ځینو لوېدیځو قدرتونو د ضمني ملاتړ یا چراغسپرې له مخې، په قصد سره په سیمه کې کړکېچ او بېثباتۍ ته لمن وهي څو د چین د اقتصادي دهلیز (CPEC) په څېر سوداګریزې پروژې له خنډ سره مخ کړي. هغه ویلي، پاکستان له دې کړکېچه یو لوري ته له لوېدیځ څخه اقتصادي امتیازات اخلي او بل لوري ته چین اړ باسي چې د خپلو پروژو د امنیت لپاره لګښتونه وکړي.
منظور پشتین زیاتوي چې د پاکستان پوځ، په ځانګړي توګه پنجابي جنرالان، له قومي او رسنیزو وسایلو څخه په ګټې اخیستو هڅه کوي چې پښتانه له یووالي څخه منع کړي. د هغه په وینا، دغه جنرالان د سیمهییزو مشرانو، سیاستوالو او خبریالانو په پیرودلو سره عمداً د بېباورۍ تخمونه کرلي دي.
هغه خبرداری ورکړی چې د پاکستاني واکمنانو لهخوا تمه شوې پایله به دوی ته مطلوبه نه وي. پشتین ویلي، پنجابي جنرالان د لاهور او اسلامآباد د ښاري سوکالۍ ارمانونه لري، خو دغه سیاستونه به پښتنو ته هېڅ نه راوړي، پرته له ویجاړۍ، وینې تویېدو او بېکوره کېدو نه، له وزیرستان، سوات، کویټې او پېښور څخه نیولي تر کابله، خوست او ننګرهاره پورې.
د منظور پشتین دا تونده څرګندونې د پاکستان د پوځ له پراخو هوايي بریدونو وروسته شوې دي؛ داسې بریدونه چې د راپورونو له مخې د افغانستان د خوست، پکتیکا او کنړ په پولهييزو سیمو کې شوي دي. دا اقدام یو ځل بیا د سیمې د بېثباتۍ په برخه کې د پاکستان منفي رول او د طالبانو ادارې د افغانستان د حاکمیت د دفاع په برخه کې ناتواني، تر جدي پوښتنو لاندې راوستې ده.




