امنیت او پېښېمهم خبرونه

په فراه کې يو سړی د خپلې مېرمنې د وژنې په تور نيول شوی

د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي، يو سړی د خپلې مېرمنې د وژنې په تور د دې ولايت د ګلستان ولسوالۍ په سيمه کې نيول شوی دی. د پوليسو په وينا، دا پېښه د هېواد لوېديځې برخې پورې تړاو لري او مشکوک کس تر ډزو وروسته نيول شوی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د امنيې قوماندانۍ له لوري په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه مشکوک کس «اسماعيل» نومېږي او د ګلستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د دې خبرپاڼې له مخې، نوموړي د کلاشينکوف وسلې په کارولو خپلې مېرمنې ته ډزې کړې او هغه يې وژلې ده.

پوليسو څرګنده کړې چې د راپور له تر لاسه کولو وروسته امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي او تورن کس يې نيولی دی. د دې وژنې د انګېزې په اړه تر اوسه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په ځينو ولايتونو کې د کورنيو شخړو او تاوتريخوالي له کبله وژنې ډېرې شوې دي؛ دا هغه موضوع ده چې د بشري حقونو بنسټونو له امله يې څو ځله اندېښنه څرګنده کړې او له د طالبانو له ادارې څخه يې د مخنيوي او جدي څېړنو غوښتنه کړې ده.

پوليس ټينګار کړی چې د دې قضیې په تړاو څېړنې لا هم روانې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button