په سمرقند کې یو سړی د ناقانونه دیني زده کړو په تور نیول شوی

د ازبکستان د دولتي امنیت خدمت اعلان کړی چې یو سړی د «ناقانونه» دیني زده کړو د ورکړې په تور په سمرقند ښار کې نیول شوی دی. د دغه بنسټ په وینا، دغه کس پرته له دې چې د دیني زده کړو رسمي سند ولري یا د تدریس اجازه ورکړل شوې وي، اوو ماشومانو ته چې عمرونه یې له ۱۲ تر ۱۵ کلونو پورې دي، درس ورکاوه او په بدل کې یې پیسې اخیستلې.
په اعلامیه کې راغلي چې نیول شوی کس د فرغانې ولایت د تاشلوک ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړي د سمرقند د اورګوت ولسوالۍ د «دوستلیک» په ناحیه کې یو کور کرایه کړی و او هلته یې د دیني زده کړو یوه «حجره» جوړه کړې وه.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د څېړنو وروسته څرګنده شوې چې دغه کس د دیني تدریس لپاره قانوني اسناد نهلرل. اوس د ديني زده کړو د قانون د نقض په تور پر ده جزایي دوسیه پرانیستل شوې او څېړنې روانې دي.
د ازبکستان د دولتي امنیت خدمت له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان هغو کسانو ته ور نهسپاري چې کافي دیني زده کړې یا رسمي اجازه نهلري. په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې دا ډول کړنې جدي پایلې لرلی شي.
ازبکستان په تېرو کلونو کې په دیني فعالیتونو سخت کنټرول لګولی دی. د افراطیت د پراخېدو اندېښنه، په ځانګړي ډول د «ازبکستان اسلامي تحریک» په څېر ډلو د پخوانۍ فعالیت سابقې له امله، د دغه سخت دریځ بنسټیز دلیل بلل کېږي.
یاد تحریک د څو کلونو لپاره د افغانستان په ځینو برخو کې فعالیت درلود. په ۲۰۲۰ کال کې، د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت اعلان کړی و چې د دغه تحریک یو مشر عبدالعزیز یولداش د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د افغانستان د وروستیو سیاسي بدلونونو او د طالبانو د ادارې له واک ترلاسه کولو وروسته، د ازبکستان یو شمېر جنګیالي یا وځپل شول او یا یې د داعش په ګډون نورو ډلو ته پناه یووړه. راپورونه دا هم څرګندوي چې ځینې یې اړ شول له طالبانو سره بیعت وکړي او اوس د طالبانو تر څار لاندې فعالیت کوي.
اوس مهال، تاشکند له د طالبانو له ادارې سره نږدې اړیکې لري. د افغانستان له خاورې د افراطي ډلو د نفوذ د مخنیوي هڅه د دغو اړیکو د پیاوړتیا یو مهم علت ګڼل کېږي.




